کاپيسا ولایت کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۸
1

کاپيسا ولایت کې ۱۲ پروژې چې پکې ۱۴۰۸ متره ګابیون کاري، ۶۳۱ متره د سیند غاړو تحکیمات او ۵۰ متره د سربند پخونه شاملې وي د پنځه سوه اتیا زره، اووه سوه او څلوېښت(۵۸۰۷۴۰) آمریکایي ډالرو په ارزښت د کاپيسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( اف اې او) دفتر عمومي مسؤل محترم ریچارد او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د ده بابي، نورالدین خیلو، قول پرچاو، بادام علي او د بول غین سیلبر تحکیمات او د تولات کانال، د میره خیل کلي، د پایکو کلي استنادي دیوال، د بهلول خیلو کلي، د شکر خیلو کلي استنادي دیوال، د تګاب ولسوالي د ادې زائیو کلي استنادي دیوال سنگ کاري او همدارنګه د آله سای ولسوالي د پرادور کلي ګابیوني دیوال جوړول شامل وو، بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو ګټې اخیستنې په غونډه کې د اف اې او دفتر عمومي مسؤل وویل چې هغه څلور پروژې چې په ۲۰۲۳ کال کې ټاکل شوې وي، خو پلي نه شوې په ۲۰۲۴ کال کې په پلي شي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې په مربوطاتو کې د کاپیسا کهنه شرکت له لوري د لسو میاشتو په موده کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu