کاپیسا ولایت کې د انرژي ګروپ کمېټې په دوهمه ناسته کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید او د پېژندنې وړ وړتیاوو په هکله خبرې وشوې
کاپیسا ولایت کې د انرژي ګروپ کمېټې دوهمه ناسته د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د تخنیکي مسؤلینو او د اړوندو ادارو د رئيسانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، کاپیسا ولایت کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید او د پېژندنې وړ وړتیاوو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.