کاپیسا ولایت کې د اوبو د ذخیره کولو پروژې تخنیکي سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت او د ښکتني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې(کاپیسا) تخنیکي ټیمونو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالی په شینکي کلي کې د څښاک او زراعتي اوبو دزیرمه کولو پروژې تخنیکي سروې ترسره کړ.
همدارنګه، د ښکتني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې (کاپیسا) او د چاریکار - غوربند سیندیزې فرعي حوزې (پروان) ګډ تخنیکي ټیم د پنجشیر تنګي استیشن(گلبهار) او د خواجه او خرم کانالونو د اوبو جریان کچه تثبیت کړه او کومه لانجه چې د او اوبو د سرچینو پر سر شتون درلود، رفع شوه.
