کاپیسا ولایت کې د سیلبر د څنډو د تحکیماتو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په قول بابر سیمه کې د سیلبر د څنډو د تحکیماتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې د ایف، اي، او سازمان په مالي لګښت د کاپيسا د سیندیزې فرعی حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.