کاپیسا ولایت کې د مسعود جان کانال د پروژې د چارو د پيل په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۸:۴۰
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د جهان ودانیز شرکت له استازي محترم انجنیر جهادالله سره وکتل او د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي اړوند په نو آباد کلي کې د مسعود جان کانال د پروژې د چارو د پیل په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

نوموړې پروژه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې اړوند د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د جهان له ودانیز شرکت سره د ( 118749) آمریکایي ډالرو په ارزښت قرارداد شوی، چې د کانال په اوږدو کې ۴۰ دهنې، ۵ پلي پل ګوټي او ۱۱ موټر تلونکي پل ګوټي جوړیږي او د  ۲۰۰۰ متر مکعب سنګ کاري په اندازه د کانال بازو به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu