کرنیزو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د غور ولایت د خلکو اړتیاوې په لویدیځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان د پروژو چوپړتیاوو دفتر له استازي سره شریکې شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۶:۳۵
1

د غور ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني په لویدیځ زون کې د ملګرو ملتونو سازمان د پروژو چوپړتیاوو دفتر له استازي محترم حبیب الله لایح سره وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي اماني د غور ولایت د اوبیز وضعیت په هکله د خبرو ترڅنګ، کرنیزو اوبو ته د دغه ولایت د خلکو د لاسرسي ستونزې د نوموړي دفتر له استازي سره شریکې کړې.

په ورته مهال، ښاغلي لایح د خپل کاري پلان په هکله خبرې وکړې او د ۳۴ اوبیزو اراضي پروژو د پلي کولو په هکله چې د سولر پمپ په وسیله په غور ولایت کې ټاکل شوې دي، د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

په پنج آمو سیندیزه عمومي حوزه کې د نقي کانال د بیارغونې په هکله ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد د یو، این، او، پي، اس دفتر له تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د نقي کانال د بیارغونې په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه روانه ده

د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اوبو تنظیم د تخنیکي ټیم له لوري د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه په منظم ډول روانه ده.

د دهلې بند پرچاو شوې اوبه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزې کې د التمور سیمې له خلکو سره د خلکو د اوبو د اړتیاوو د په پام کې نیولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د التمور  سیمې له خلکو سره د اوبو، د اوبو د سرچینو، د خلکو د اوبو د اړتیاوو په پام کې نیولو او په دې برخه کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پيل له. . .

بیرته تګ

User account menu