کندز ولایت کې د خان آباد عمومي سربند د بیارغونې چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې
د کندز ولایت په خان آباد ولسوالي کې د خان آباد عمومي سربند چارې د یو میلیون، دوه پنځوس زره او دوه سوه پنځه اویا افغانیو په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی، د خان آباد ولسوالي د ولسوال ښاغلي نعمت الله صلاح الدین، د اقتاش ولسوالي د ولسوال ښاغلي قاري عبدالبصیر او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه اییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د یادې پروژې چارې د اوبو سکتور د بشر پاله مرستو په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې د پروژې په بشپړیدو سره به ۳۸۹۰ کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي او د ۱۲۰۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه برابره شي.
