کندهار ولایت کې د درېو چکډمونو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۲۶
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ارغنداب د سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همکاري سره د کندهار ولایت په ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې د ګوارې، د پای کاریزي او د برغني چکډمونو تخنیکي سروې ترسره کړه.

ټاکل شوي ده، چې د نوموړو چکډمونو عملي چارې ډېر ژر پیل او د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیلاب اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.

User account menu