یو شمېر بهرنیو او کورنیو پانګوالو د اوبو له معین سره په لیدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالیتا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده له یو شمېر چینایي او افغان پانګوالو سره وکتل او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژي په پراختیايي پروژو کې د پانګې اچونې په هکله خبرې وکړې.
په یاده لیدنه کې، نوموړو پانګوالو د اوبو او انرژي په پروژو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت څخه یې د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.
د اوبو ښاغلي معین، دوی ته ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصتونه موجود دي او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د اړینو همکاریو په ترسره کولو سره د پانګوالو له لېوالتیا څخه هم هر کلی کوي.