یو شمېر پاکستاني پانګوالو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د انرژی د تولید په پروژو باندې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پاکستان هېواد د ( Oil & Gas Investments Limited ) پانګوالو ډلې له استازو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د OGIL ډلې پانګوالو استازو په افغانستان کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام څخه یې په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو باندې  د یادو پانګوالو د پانګونې له لېوالیتا څخه هرکلی وکړ او د وزارت د رهبري له خوا یې هغوی ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

د یاد ولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره په لیدنه کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو پانګوالو د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

بیرته تګ

User account menu