دعبدالرحیمزي د کانال د کاري چارو څخه څار او لیدنه وشوه

mew-admin
۱۲۳

د عبدالرحیمزي کانال د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ دکلکوټ په سیمه کې موقیعت لري. د اوبو او انرژۍ وزارت دپروژو د انسجام د شرقی زون د فتر د تخنیکی انجینرانو له خوا د یاد کانال د پروژې دساختماني چارو څخه په 28-01-2020 نیټه لیدنه وشوه او د تخنیکي اوصولو سره سم، د قراردادي شرکت انجینرانوته هراړخیزې لارښوونې وشوې. نوموړی کانال د اوبو لګولو شبکو، د بزګرانو د اغیزناکې ګټې اخیستنی، د لا زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادی سیمې د کرنیزو پیداوارو د زیاتیدو په موخه ترکار لاندې نیول شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست د چارواکو په وینا، دغه کانال د 2019 کال د جون په میاشت کی پیل او تر اوسه دوام لري چې د 2020 کال د نومبر په 5 نیټه به په بشپړ ډول پای ته ورسیږي. دې پروژه تربیارغونې مخکې 1900 هکتاره ځمکې خړوبولې، چې وروسته له رغونی به 1964 هکتاره ځمکې د خړوبولو توان ولري. دغه کانال 14.24 کیلومتره اوږدوالی لری چی 6580 کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
یاده پروژه چې د لویو پروژو په شمیرکې راځي، نو له همدی کبله د دی پروژې په جوړیدو سره به د نورگل شریف خلک د اوبو د کمښت څخه په دایمي توګه خلاصی ومومي.
ددغه کانال د بیارغونې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP د پروژې له خوا پلې کیږی.

User account menu