د تخار په ولایت کې د قلبرس کانال رغنیزې چارې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د قلبرس کانال د پروژې رغنیزې چارې د تخار په ولایت کې ١٢ کیلو مترو په اوږدولي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د اوبو د غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو د زیاتوالي په موخه په یاد ولایت کې تطبیق شوې.
ددې پروژې په تطبیق سره د یاد کانال د ځمکو د خړوبولو ظرفیت له ١٣٨٨ هکتاره څخه ١٥٥٤ هکتاره ته لوړوالی مومي، چې په دې ترتیب سره ١٦٦ هکتاره زیاتوالی ښيي.
له یاد کانال څخه ١٣٩٤ کورنۍ ګټه اخلي.