د تخار په ولایت کې د شوراب کانال رغنیزې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

MEW-Media
د تخار په ولایت کې د شوراب کانال رغنیزې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د شوراب کانال د پروژې رغنیزې چارې د تخار په ولایت کې ١١ کیلو مترو په اوږدولي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د اوبو د غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو د زیاتوالي په موخه د یاد ولایت په مرکز کې تطبیق شوه.

ددې پروژې په تطبیق سره د یاد کانال د ځمکو د خړوبولو ظرفیت له ١٢٣٢ هکتاره څخه ١٣٧٩ هکتاره ته لوړوالی مومي، چې په دې ترتیب سره ١٣٧ هکتاره زیاتوالی ښيي.

له یاد کانال څخه ١١٠٣ کورنۍ ګټه اخلي.

User account menu