د بلخ کانال د بیارغونې پروژې چارې ۸۵ سلنه پر مخ تللي دي.

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې.
د دغې پروژې عملي چارې په ښه توګه روانې دي چې تر اوسه پورې ۸۵ سلنه بشپړې شوي.
د بلخ کانال د ۵۰۴۰ هکټارو په شا و خوا کې کرنیزه ځمکه خړوبوي چې ۵۹۷۶ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره