د کندز ولایت د خوشتيپې کانال د بیارغونې چارې تر ۹۵ سلنه پر مخ تللي دي.

د خوشتیپې کانال د بیارغونې پروژه د ۱۲.۸ کیلومټره اوږدوالي په اندازه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اوبو غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې پلي کیږي.
د دغې پروژې پلي کولو سره د خوشتیپې کانال د اوبو لګولو ظرفیت به له ۲.۱۸۳ هکټارو څخه ۲.۲۸۴ کرنیزې ځمکې ته لوړ شي؛ چې په دې حساب سره به د تېر په پرتله ۱۰۱ هکټاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبوي.
له دغه کانال څخه به ۳.۶۹۰( درې زره او شپږ سوه نوي) کورنۍ ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره