په خوست ولایت کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال چارې پيل شوې
په خوست ولایت کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال چارې پيل شوې؛ دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د سیلابونو مخنیوي او کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د خوست ولایت په مندوزیو او اسماعیل خېلو ولسوالیو کې تطبیق کیږي. دغه دېوال چې ۸۵۱ متره اوږدوالی لري؛ ۱۰ جریبه نوې ځمکه به کښت ته اماده کړي؛ ۸۰ جریبه ځمکه به د سیلاب څخه وژغورل شي؛ ۱۵ د استوګنې کورونه به د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شي؛ ۷۵ نفره به په مستقیم ډول په کار مصروف کړي او ۳۵۰ کسان به په غیرې مستقیمه توګه ترې ګټه پورته کوي چې د ۶ میاشتو په موده کې به بشپړ شي. د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره