د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې دوه عام المنفعه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
33434

دغه پروژې چې یوه یې د پردل خان په نوم د اوبو لګولو کانال دی ورغول شو او بله د چکډم پروژه ده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا او د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په بت خاک سیمه کې پلي شوې.

د پردل خان کانال د ۱۲۵۰ جریبو په شاوخوا کې ځمکه خړوبوي چې ۱۰ زره کسان به ترې په مستقیمه ګټه پورته کوي او ۵۰ زره کسان به ترې په غیر مستقمه توګه ګټه پورته کوي.

همدانګه د بت خاک سیمې چکډم پروژه د ۶۴۰۰۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې د موسمي سیلابونو کنټرول او د څارویو لپاره د څکلو اوبو برابرولو په برخه خورا ګټور دی.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu