د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د سر شهر کانال په بیارغولو سره به ۱۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.

MEW-Media
31232

د سر شهر کانال د بیارغولو پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د آسیا پراختیايي بانک او د اروپايي اتحادیې (ADB_ EU) په مالي مرسته د اوبو د غوره مدیریت، د کرنیزو ځمکو زیاتوالي او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پلې کیږي.

تر اوسه پورې په سیمه کې د دغې پروژې عملي چارې په ښه توګه روانې دي، چې چارې یې ۱۲ سلنه پر مخ تللي دي.

د سر شهر کانال اوږدوالی ۱۵ کیلومټره دی، چې د هغه په مسیر ۱۷۰۳ هکټاره ځمکه خړوبیږي او ۱۰۵۷۶ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu