په لغمان ولایت کې د شکرمان کانال چارې بشپړې شوې.

MEW-Media
897

د شکرمان کانال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د WFP ادارې په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کارموندنې په موخه د لغمان ولایت په علیشنګ سیند باندې جوړ شو. چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شکرمان کانال چې د ۳۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتیا لري؛ ۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي او ۴۵۰ کسانو ته به د کار پيدا کولو کې مرسته وکړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu