د نورګل ولسوالۍ عمومي کانال د بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د نورګل عمومي کانال به د بشپړېدو وروسته ۹۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۰۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره