د سمنګان ولایت د سرقیه افغانیه چکډم پروژه بشپړه شوه.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د باران او واورې اوبو راټولولو او د سیلابونو کنټرول په موخه د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د دغې پروژې د تطبیق سره ۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د سیلابونو له تخریب څخه وژغورل شوه، ۷ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او ۴۲۶۸ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره