د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو ودانیزې چارې کړندۍ روانې دي.
د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه د په نیمروز ولایت کې زراعت ته چمتو شي.
د دې کانالونو ودانیزې چارې له ملي پراختیا شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
له یاد کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي.
کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره