په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغولو چارې په ښه توګه روانې دي چې تر اوسه یې ۱۵ سلنه چارې بشپړې شوي.

MEW-Media
5656

په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغولو چارې په ښه توګه روانې دي چې تر اوسه یې ۱۵ سلنه چارې بشپړې شوي.

دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

د دغه پروژو مالي لګښت د پنج امو د اوبو سکټور پروګرام او اسیا پراختیاي بانک او د اروپاي ټولنې(ADB+EU) لخوا ورکول کیږي.

د دغې پروژې پلي کولو سره به د نقي کانال د ۱۸ کیلومټرو په اندازه ورغول شي چې په همدې مسیر به ۳۶۷۵ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او همدارنګه ۱۰۲۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu