په بغلان ولایت کې د محمد صلاح بیک کانال بیا رغونې چارې ۷۵ سلنه پر مخ تللي.

په بغلان ولایت کې د محمد صلاح بیک کانال بیا رغونې چارې ۷۵ سلنه پر مخ تللي.
دا پروژه د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې لخوا د سویم (SWIM)دفتر په مالي مرسته، د بغلان ولایت فرعي سندیزې حوزې تر څارنې لاندې د ځمکې سر اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو د خړوبونې په موخه د بغلان ولایت په ذیصلاح ولسوالۍ کې تطبیق کیږی.
د محمد صلاح بیک کانال ۴۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تر خړوبونې لانې نیسي، چې په زرګونو خلک به له هغې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره