په تخار ولایت کې د نهرآب چکډیم پروژه بشپړه او ګتې اخستنې وسپارل شوه

MEW-Media
414

په تخار ولایت کې د نهرآب چکډیم پروژه بشپړه او ګتې اخستنې وسپارل شوه

دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د ځمکې سر اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو زیاتوالی، ځمکې لاندې اوبو تقویه او موسمي سیلابونو د زیانونو د اثراتو د کمولو په موخه د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې تطبیق شوه.

د نهرآب چکډیم پروژه (۱۷۰۰۰) متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري چې د دې پروژې په تطبیق سره ۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځکه د اوبو خړوبونې لاندې راغلې، او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به له هغې ګټه اخلي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu