د کمال خان بند د لاندینۍ برخې کانال د جوړولو چارې د 80 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
5

د کمال خان بند د لاندینۍ برخې کانال د جوړولو چارې د 80 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او د نیمروز مرستیال والي محترم حاجي روحاني، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج قاري عبدالهادي هادي، د زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم حاجي ناصر او د نیمروز ولایت د یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوې.

نوموړی کانال، چې د کمال خان بند اوبه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته لیږدوي، 14 کیلومتره اوږدوالی او 25 متره سور لري، چې چارې یې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د 80 میلیون افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج قاري عبدالهادي هادي د یاد کانال د پرانیستي په مراسمو کې وویل، چې د دغه کانال په پرانېستلو سره به نیمروز ولایت ته اوبه په چټکۍ سره ورسیږي او د لښکرګاه په کانال کې د نوموړي کانال د اوبو په بهېدلو سره به د نیمروز ولایت د خلکو اړتیاوې پوره شي.

User account menu