د تخار ولایت د ینګې قلعه ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې پرانیستل شوې
نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د تخار والي محترم مولوي عبیدالله امین زاده، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس مولوي سید غلام مشواڼي او د اوبو او انرژي وزارت یو شمیر رئیسانو، سیمه ییزو مسئولینو، د قراردادي شرکتونو او د ینګې قلعه او خواجه بهاءالدین ولسوالیو استازو په شتون کې پرانیستل شوې.
د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین وویل، چې د اوبو او انرژي وزارت په پلان کې لري، چې د تحکیماتي پروژو دغه لړۍ د یوولس نیم کیلومترو په اوږدوالي سره تر درقدر ولسوالي پوري ورسوي.
همدارنګه، په دغو مراسمو کې د ینګې قلعه، خواجه بهاءالدین او درقد ولسوالیو استازو د نوموړو پروژو د کار له پیل څخه خوښې څرګنده کړه او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، بڼونه او د استوګنې کورونه د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.