لوګر ولایت کې د پنځو کڅ چکډم چارې د نږدې نهه سوه زره افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
1

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي اړوند د پنځو کڅ چکډم چارې د اته سوه، شپږ نوې زره، شپږ سوه او دروېشت(۸۹۶۶۲۳) افغانیو په ارزښت د لوګر  د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي، د نوموړې حوزې د انجنیري چوپړونو آمر محترم انجنیر جاوید احمد زرمتي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړې چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ۲۴ متره په اوږدوالي او د بنسټ په ګډون د ۵.۵ متره په لوړوالي د اباسین آشنا شرکت له لوري جوړیږي.

ټاکل شوې ده، چې د دغه چکډم چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu