په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

mew-admin
1

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یادو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، او د چارو په بشپړېدو سره یې د کاریزونو د اوبو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

User account menu