په پکتیکا ولایت کې د یوه استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه
۱۴۴۸/۶/۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۴ هـ.ل
د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالي اړوند د مارزک کلي استنادي دېوال پروژه د ۵ میلیونه، ۳۷۳ زره او ۳۵۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به په مارزک کلي پراخې کرنیزې ځمکې د سېلابونو د خطر له ګواښ څخه خوندي شي.
د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د پکتیکا ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.