افغان سادات شرکت ته د ۱۲۰ کیلو واټه حرارتي برېښنا د تولید جوازلیک ورکړل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۵:۵۱
1

دغه جوازلیک د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تر چتر لاندې د برېښنا مارکیټ حقوقي ریاست له لوري د نوموړي شرکت مسؤلینو ته ورکړل شو.

د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروق د دغه جوازلیک ورکړه د انرژي د تولید په برخه کې د قانون پلي‌کول، روڼتیا او چوپړتیاوو غوره‌والی وباله او ټینګار یې وکړ، چې د جوازونو صادرول د هېواد د انرژي سکتور د تنظیم  او پراختیا په برخه کې اړین رول لري.

د یادونې وړ ده، چې د برېښنا مارکیټ حقوقي ریاست یو له بنسټیزو دندو څخه په هېواد کې د برېښنا انرژي په برخه کې فعالو شرکتونو ته د انرژي د تولید، وېش، لېږد، صادراتو او وارداتو په برخه کې د سکتوري جوازونو صادرول وي. په دې برخه کې الحمدلله، دا ځل د حرارتي برېښنا د تولید جوازلیک افغان سادات برېښنا رسونې شرکت ته ورکړل شو. د دغه جوازلیک د مفاد پر بنسټ، افغان سادات شرکت اجازه لري، چې تر ۱۲۰ کیلو واټه حرارتي برېښنا تولید او په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu