اوبو او انرژي وزارت کې د پراختیایي بودجې د پرمختګ د څرنګوالي، د پروژو د وضعیت د څېړلو او د کال په نیمایي کې د پراختیایي بودجې د ځانګړولو لپاره د اړینو چمتووالو د نیولو په موخه ځانګړې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د مالي او اداري عمومي رئيس محترم الحاج محمد الدین نیازي او د دغه وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د پراختیایي بودجې د لګولو د څرنګوالي، د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ او د کال په نیمایي کې د پراختیایي بودجې لپاره د اړینو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، د چارو د لا غوره پرمخ وړلو په موخه اړوندو رئيسانو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
ښاغلي منصور له رئيسانو څخه وغوښتل، چې د کال په نیمايي کې د پراختیایي بودجې د اغېزمنې لګولو په ځانګړې توګه د اوبیزو تاسیساتو د پروژو د پلي کولو په برخه کې بشپړه او کره طرحه چمتو کړي، ترڅو له طرحې سره سم د پروژو د پرمخ وړلو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.
همدارنګه هغه، رئيسانو ته دنده وسپارله چې د آمو سیند د تحکیماتو اړوند بشپړه او کره طرحه چمتو کړي؛ ترڅو د منظوري د ترلاسه کولو په موخه د ریاست الوزرا له مقام سره شریکه شي، د نوموړې طرحې د منظوري تر اخېستلو وروسته، په صفري نقطه کې بنسټیز تاسیسات رامنځته او له هغې طرحې سره سم تحکیماتي پروژې په بنسټیزه توګه پلي شي.
