د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
1

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر اسدالله عمار د ارزګان د اوبو او انرژي رئیس مولوي خلیل الرحمن عمری او د چنارتو ولسوالي ولسوال په ملتیا د آغاجان بند له ساحې او شفلوغ بند له روانو چارو څخه ارزونه او څارنه ترسره کړه ،هیله یې څرګنده کړه چې د شفلوغ بند د تطبیق او آغاجان بند د تحقیقاتو کار به پر خپل وخت سرته ورسیږي.

 د شفلوغ بند پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه ۱۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت  د ملي پراختیا شرکت له لورې پر مخ وړل کیږي.

یاده دې وي چې د آغاجان بند جیوتخنیک سروې پروسه بشپړه شوې لومړنۍ ډیزاین یې وزارت سره شریک شوي د ساختماني چارو لپاره د بند پر ډیزاین کار روان دی، چې د ۵۰ متره په لوړ والي سره د ۷۰۰۰۰۰۰۰ اویا میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري همداراز د شفلوغ بند ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره اوږدوالی سره د ۸۵۰۰۰۰ اته سوه  پنځوس زره متره مکعب د اوبو د ذخیرې وړتیا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۵۴
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰  هـ ش

د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu