باغیس ولایت کې د دایزنګي او تګاب کانالونو د پاکاري ، د اندري او قرقیطو کانال د پاکاري او د محافظوي دیوار پروژو د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۴:۸
1

د باغیس ولایت په آبکمري ولسوالي کې د دایزنګي کانال د پاکاري او د یوې برخې په پاخه ډول جوړولو، مقر ولسوالي کې د اندري کانال د پاکاري او د پرچاوې ودانۍ د جوړولو، د قلعه نو اړوند د چینې پاکاري، د قرقیطو سرچینې د محافظوي دیوال د جوړولو او د قلعه نو اړوند د تګاب اسماعیل او باغبان کانالونو د پاکاري او د محافظوي دیوال د جوړولو چارې د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا، د  GIZ دفتر د استازي او د هغه ولایت د یو شمېر محلي مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یادو پروژو د پرانیستي په مراسمو کې، د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئيس د اقتصاد او کرنې په وده کې  د اوبو د رول په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او د یادو پروژو د چارو په ترسره کولو کې پر لوړ کیفیت باندې  ټینګار وکړ.

د یادو پروژو چارې د GIZ د دفتر په مالي ملاتړ پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu