بامیان ولایت کې د واورې او باران د اوبو د راټولولو د سیستم د پلي کولو په موخه د دولتي ادارو او د اوبو د عمده ګټې اخیستونکو سروې پیل شوه
د بامیان د سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په موخه د واورې او باران د اوبو د راټولولو د سیسټم د پلي کولو لپاره په بامیان ولایت کې د دولتي ادارو او د اوبو د عمده ګټې اخیستونکو سروې پيل کړه.
د نوموړي سیسټم په پلي کېدو سره به په کلني ډول د سلګونو متره مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.