بدخشان ولایت کې د کوکچې سیند د بستر او حریم د تثبیت لړۍ پیل شوه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۳۰
1

د کوکچې سیند د بستر او حریم د تثبیت لپاره ټاکل شوی هیئت د بدخشان ولایت د مقام مرستیال مولوي جمال‌ الدین حقجو، د اوبو او انرژي رئیس مولوي صبغت‌ الله قانع، د ټولګټو چارو رئیس او د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم او د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون عالی مقام له لارښوونې سره سم خپل کار پیل کړ.

د دې بهیرڅخه موخه د کوکچې سیند په اوږدو کې د عامه ملکیتونو له تخریب څخه مخنیوی دی. د اوبو او انرژي وزارت د طرزالعمل له مخې، هغه ساحې چې د پانګونې وړ وي، خصوصي سکتور ته به د اجارې په ډول ورکړل شي.

همداراز، د کوکچې سیند په اوږدو کې د شګو د وینځلو شرکتونو فعالیتونه درول شوي او د هغوی د فعالیت ډول او د کار د ساحې اندازه د ارزونې لپاره اوبو او انرژي وزارت ته ولېږل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu