په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل
د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت له اړینو پروژو څخه ده، چارې یې تر اوسه پورې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.
یاده پروژه چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی لري، چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۸۱ میلیونه، ۵۰۳ زره او ۵۳۸ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي.
