بلخ ولایت کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژه پیل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۳
1

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي اړوند د پتلي ایلاق په سیمه کې د آمو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژې چارې د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست د ماشینرۍ، مالي امکاناتو او تخنیکي ټیم په ذریعه د بلخ والي محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا او د سیمې د خلکو په مالي همکاري د حیرتان سیمه‌ایز دفتر د ټینګښت آمر، د شورتپې ولسوالي د ولسوال او امنیه قوماندان او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د دغې ناستې په بهیر کې، د آمو سیند څنډو د ټینګښت، د انشعابي چینلونو د بندولو، د کرنیزو ځمکو د ویجاړیو د مخنیوي او د سیند شاوخوا سیمو د ساتنې د ارزښت په هکله اړین معلومات وړاندې شول او د سیند څنډو د ټینګښت د ویجاړیو او د سیمې د کرنیزو ځمکو د ساتنې په برخه کې د دغې پروژې پر رول باندې رڼا واچول شوه.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونه جریبه ځمکه د سیند له بستر څخه ووځي او په کرنیزو ځمکو بدلېږ او لسګونه جریبه نورې کرنیزې ځمکې د آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu