بنسټیزو پروژو کې د کېندل شوو سیمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۵۰
1

دغه ناسته د میدان وردګ د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم تر مشري لاندې د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د استازي او د ولایت مقام د بیارغونې او پرمختیایي چارو کارپوه  او د کابل ولایت له کمپنۍ پله څخه تر غزني پورې د دوهم لین سړک د جوړولو د قراردادي شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

ښاغلي حلیم په دغه ناسته کې  وروستیو اقلیمي بدلونونو ته په اشارې سره وویل چې د اوبو کچه ورځ تر بلې کښته ځي او اړینه ده، چې د سیلابونو د اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټېدو د مخنیوي په موخه بېړني تدابیر تر لاس لاندې ونیول شي. هغه زیاته کړه، چې د سړک جوړولو لپاره باید سیمې په داسې شکل و کېندو چې د سیلاب د اوبو لپاره د کوچني بند شکل ځانته غوره او چاپيریالي ستونزې رامنځته نه‌کړي.

په ورته مهال، د نوموړي سړک د قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې د سړک جوړولو پر مهال به هغه ټول موارد په پام کې ونیسي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې اغېزمن رول لوبوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د چارو ادارې د عمومي ریاست له لوري ( په بنسټیزو پروژو کې د کېندل شوو سیمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې) د چمتو شوي لارښود پر بنسټ ترسره شوه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu