ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول
محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو، د یو شمېر کانالونو د ارزونې او د نوموړي بند د محور لپاره د یو شمېر سیمو خاورو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
