تخار ولایت کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د یو شمېر سیمه ایزو مسؤلینو او سیندیزو حوزو د رئيسانو په شتون کې د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالي د آی خانم سیمې اړوند د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د دغې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د آمو سیند د څنډو تحکیماتو ته به لا زیاته پاملرنه وشي.
په پای کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په هکله بشپړ معلومات له خبریالانو سره شریک کړل او د هغوی پوښتنو ته یې اړین ځوابونه ورکړل.