تخار ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د شپږمې برخې(لاټ) پروژې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۴:۳۰
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د شپږمې برخې پروژې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته د(۳۷،۴۶۳،۲۹۶) اوه دېرش میلیونه، څلور سوه او درې شپېته زره، دوه سوه او شپږ نوي افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر استوګنیزکورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنګه به سلګونه جریبه ځمکه د کرهڼې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

بیرته تګ

User account menu