خوست ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون ۳ نمبر چکډم د جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي
د خوست ولایت مرکز اړوند د شیخ زاید پوهنتون ۳ نمبر چکډم د جوړولو چارې د ۲ میلیونه یو سلو اویا زره افغانیو په لګښت ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د نوموړي چکډم د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یاسر نورافغان ودانیز شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.