خوست ولایت کې د ۸ کاریزونو د بیارغونې چارې د 74 زره ډالرو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۷:۸
1

خوست ولایت کې د ۸ کاریزونو د بیارغونې چارې د 74 زره ډالرو په ارزښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د خوست د والي د دفتر د رئيس محترم قاري رحمت الله سوبمن او یو شمېر نورو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د اوبو د کچي په اندازه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او په سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه شي.

نوموړې پروژې د خوست ولایت د مرکز په ګډون په نادر شاه کوټ، موسی خېلو، باک او صبریو ولسوالیو کې د اس، ټي، اف، اې موسسې په مالي لګښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu