دوه تنه عراقي پانګوالو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې له نوي ټکنالوژي څخه په استفادې سره د انرژي پروژو په تولید کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عراق هېواد له پانګوالو محترم احمد حامد سعید او یو بل تن سره خبرې اترې وکړې.

پهٔ دغهٔ لیدنه کې، عراقي پانګوالو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ته د برېښنا د تولید لپاره یوه داسې نوې دستګاه معرفي کړه چې په دې وروستیو کې د هغوئ له لورې اختراع شوې او د برېښنا د تولید لپاره سرچینو ته اړتیا نلري، بلکې د تېلو، ګاز، اوبو او نورو له اړتیا پرته برېښنا تولیدوي، او ليوالتیا یي وښوده چې غواړي په افغانستان کې د دغې نوې ټکنالوژي څخه په استفادې سره پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دغه نوښت او په افغانستان کې د انرژي پراختیا لپاره د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت د دغې پانګونې لپاره د همکاري او اړینو زمینو د برابرولو لپاره تیار دی.

دغه لیدنه د بهرنیو پانګونو د جلب او د افغانستان د انرژي په پراختیا کې د نوي ټکنالوژي د کارولو لپاره ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

بیرته تګ

User account menu