د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې یې د سلطان ذخیروي او اوبو لګولو بند څخه لیدنه وکړه، چې د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو رئيس محترم مولوي محمد شفیق عمر منصور او مل تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه، چې چارې یې ۳۵ سلنه  پرمخ تللې او ټاکل شوې ده، چې چارې یې په ۱۴۰۵هـ ل کال کې بشپړې شي.

سلطان بند د ۳۵  متره لوړوالي او ۲۶۰ متره اوږدوالي او ۱۳ میلیونه متره مکعب ذخیروي وړتیا په درلودلو سره ۱۵زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې د غزني ولایت مرکز او د خواجه عمري ولسوالي اوسیدونکي ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu