د آمو سيند څنډو د ټینګښت ریاست کارمندانو د خپلې یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه ورکړ

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست له کارمندانو سره د کنړ ولایت له زلزلهځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ناسته ترسره او د نوموړې پېښې شهیدانو روح ته دعا او ژوبل شوو کسانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه وکړه.
په دغه ناسته کې، ښاغلي نقي د نوموړي ریاست کارمندانو ته د کنړ ولایت له زلزلهځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د نوموړي ریاست کارمندانو د خپلې یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزلهځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ورکړ.