د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس د جوزجان ولایت په شورتپه او اسماعیل کلیو کې د تحکیماتي پروژو څخه لېدنه وکړه
مولوي سید غلام مشواڼی د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي په شورتپې او د خمیاب ولسوالي په اسماعیل کلیو کې د تحکیماتي پروژو څخه لېدنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې د یادو پروژو مسئولینو ته اړیني لارښوونې وکړې.
