د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د 15 میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان ولایت په قرقین او خماب ولسوالیو کې بشپړه شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۴۸
1

د یادې پروژې د بشپړېدو مناسبت غونډه د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجی حکمت، د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا سعدالدین سلیمي، د قرقین ولسوالي ولسوال قاري حبیب الله محسن او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په ګډون ترسره شوه او یادو ګډونوالو د نوموړي سیند شاوخوا کرنیزو ځمکو او استوګنو کورونو د ویجاړېدو په مخنیوې کې د یادې پروژې د ارزښت په هکله هراړخیزې ویناوې وکړې.

د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د یاد سیند شاوخوا کرنیزو ځمکو او استوګنو کورونو د ویجاړیدو د مخنیوي په موخه درې میاشتې وړاندې پیل شوې وه چې نن یې عملي چارې پای ته ورسیدې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د 15 میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان ولایت په قرقین او خماب ولسوالیو کې د افغانستان اسلامي امارت په لګښت بشپړه شوه او انشاءالله په راتلونکي کې به هم د پلې شوو پروژو د حفظ او مراقبت او د آمو سیند د سواحلو د بنیادي تحکیماتو لپاره لازیاتې پروژې پلي شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu