د ارزګان ولایت د سجاول د پروژې چارې بشپړې شوې دي
د ارزګان ولایت د سجاول د پروژې رغنیزې چارې چې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر چتر لاندې د آي، سي، آر، سي نړیوالې موسسې په مالي لګښت ترسره کېدلې، چارې یې بشپړې شوې دي.
په نوموړې پروژه کې د 9 کیلومتره کانال پاکاري او د یوه ترناب Aqueduct جوړول شامل وو او 174 کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه او د نوموړي کانال حریم هم و ایستل شو.
له بلې خوا د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لبلان کانال د پروژې چارې 90 سلنه پرمخ تللې دي.
د نوموړې پروژې چارې هم د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر چتر لاندې د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د یوه کورني شرکت لخوا ترسره کېږي او چارې یې 90 سلنه پرمخ تللې دي.